IQNA

د کتاب نړیوال نندارتون

د رهیرۍ د ستر مقام  د قرآن عربی تفسیرونو مخه کتنه وشوه

12:07 - May 14, 2024
د خبر لمبر: 3489218
ایکنا – د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي (مدطله تعالی) د قرآن کریم په عربي ژبه د تفسیر لس ټوکه د اسلامی انقلاب د خپروندوئې موسیسې او د انساني علومو او اسلامی معارفو  د نشر او ترجمې د منظمونې د مرکز په مشترکې ملګرتیا سره ئې د کتاب په نړیوال نندارتون کې مخ کتنه وشوه.

ایکنانیوز  د تهران د کتاب د ۳۵نړیوال نندارتون د خبری کمیټې له قوله راپور راکړ، د اسلامی معارفو او اسلامی علومو د ترجمې او نشر د منظمونې د مرکز په کوربتوب سره د اسلامی انقلاب د معظم لارښود  قرآني لیدتوګو د ارزونې غونډه د ملتونو د ملمستون په ستر هال کې د غواي د میاشتې په ۲۳نیټه ترسره شوه.

په دغې ناستې کې اسلامی انقلاب د څيړنیزې کلتوري موسیسې څيړاند او د زده کړې مرستیال محمد اسحاقي د  شاهد پوهنتون استاذې او اسلامی شورا د درو پړاؤنو پخوانۍ نماینده لاله افتخاري او په اسپانیا کې داسلامی یاران پخواني سلایار محمد مهدي احمدي ددغو لیدتوګو او تفسیبرونو په باب ویناوې وکړې.

 همداراز د اسلامی معارفو او اسلامی علومو د ترجمې اوشر د منظمونې د مرکز او د اسلامی انقلاب د خپروندوئې موسیسې په ګډې ملګرتیا سره په عربی ژبه د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی  سید علی خامنه اي  دقرآڼ د تفسیرونو لس ټوکو مخه کتنه وشو او د ایران د ریډیو او ټيلیویژن د ادارې د بهرنیو خپرونو د څانګې د عربی او افریقائي  برخې مدیر او د قرآني چارو څيړاند عباس انجم  ددغې غونډې منشي ؤ.

د رهبرۍ د  ویناؤ قرآني پشتوانه

لاله افتخاری په دغې ناستې کې  داسلامی انقلاب د ستر لارښود دتفسیرې ګروهنو په باب خبرې وکړې او وې وئيل، خداوند متعال د پيغمبراکرم(ص)په رسالت مبعوث کړ.دغه رسالت له پیغمبر اکرم وروسته  داهل بیت علیهم السلام پهوسیله  دوام وموند او دغیبت په پړاؤ کې دغه رسالت ځينو مفسرانو ترسره کړی او  په همدې خاطر د دین بزرګانو  تفسیر ته مخه کړې ده.

 هغې په دې په ټينګار سره چې د اسلامی انقلاب ستر لارښود له ځوانۍ تر دې دمه تفسیر کړی دی، زایته کړه،که د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د بیاناتو په باب یوه ارزونه  ولرل شو ، نو پوهیږو چې معظم له  د ټولو ویناؤ او بیانونو لپاره قرآني پشتوانه لري.

تفاسیر عربی قرآن مقام معظم رهبری رونمایی شد

قرآنی تفحص

 په دوام کې،په اسپانیا کې د ایران پخواني کلتوری سلایار محمد مهدي احمدي د اسلامی انقلاب له قرآني لیدتوګو سره د هغه د خاطراتو ؛سلول چهارده؛ نومې کتاب د ارتباط په ارزونې سره ووئيل،د اسلامی انقلاب د معظم لارښود څه دپاسه پنځوس کلن عمر په قرآني تفحص کې تیر شوی دی. په فقې ،حقوقو او ادبیاتو کې د هغه فکري جامعیّت په دلیل،په تفسیر کې دهغه نظر او لیدتوګه په یوه نوښتي کړچار سره تعقیب شوې چې د یوه ماډرن اسلامی تمدن د بڼه موندنې سریزه کیدلی شي.

هغه د ؛سلول چهارده ؛نومې کتاب، پر مقاومت دقرآن د ټینګار په لړ کې وباله او ددې خبرې په کولو سره ئې چې  په کلام الله کې ځانګړی ټينګار شوی چې  هرڅوک مقاومت وکړي او دظلم په مقابل کې دحقیقت پلوی وي، نو بریالی به شي، دوام ورکړ،د قرآن د ټينګار وړ مقاومت او صبر مثال د اسلامی انقلاب معظم لارښود شخصیّت دی چې په دغه کتاب کې ئې احوال  بیان شوی دی.

 اوسمهاله او آسانه ژبه

محمد مهدي شریعتمدار هم په دغې ناستې کې د اسلامي انقلاب د معظم لارښود د قرآن تفسیر  دسټایل په باب خبرې وکړې او وې وئيل، د یوې اسلامی ټولنې او اسلامی حکومت د جوړولو لپاره د قرآن په تفسیر کې د معظم له سټایل  ډيرپه ساده ،اسانې اواوسمهاله ژبه دی.د معظم له په کلام  کې ډير قرآني استشهادات شته دي چې که غونډ او دسته بندي شی، نو یو قرآنی موضوعي  تفسیر پانګه کیدلی شی چې  په سیاسی او اجتماعي ډګرونو کې بې مخینې کیدلی شي.

د ؛ولولوو او جوړو کړو؛په شعار سره د تهران د کتاب پنځه دیرشم نړیوال نندارتون د غواي دمیاشتې له ۱۹ د حضرت امام خمینی په عیدګاه کې پیل شوی او تر۲۹پورې  په به دوام ولری او په ketab.ir انټرنیټي پاڼې له لارې هم په مجازی بڼه  ترسره کیږي.   

https://iqna.ir/fa/news/4215447

 

captcha